د ولسي جرګې رییس وایي په هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري او زیان یې یوازې عامو افغانانو ته اوړي. میر رحمان رحماني نن د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې شرایط سخت شوي دي او ددې اړتیا ده چې ټول په یوه خوله او سره یو لاس د شته ګواښونو پر وړاندې ودرېږي. نوموړي وویل سوله د افغانانو حق دی او دې حق ته د رسېدو لپاره ملي شورا د اجرایه قوې تر څنګ ولاړه ده او له ولسمشر سره په بشپړه توګه همکاري کوي. رحماني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د خلکو غږ واوري، جګړه ودروي او د سولې خبرې مخ ته یوسي. دده په خبره ددې جګړې زیان یوازې افغانانو ته اوړي او ګټونکی یې نشته، چې ګټه یې هم د هېواد دښمنانو ته اوړي. هغه یو ځل بیا د ولسي جرګې پر غړو غږ وکړ چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي او د خپلو ولایتونو ددفاع لپاره د جګړې لیکو ته سر ورښکاره کړي.
































