د ملي شورا غړو د نننۍ فوق العاده غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي. دوی همدا راز له طالبانو وغوښتل چې روانې جګړې پای ته ورسوي، عامه تاسیسات دې نه ورانوي او د سولې خبرو ته دې حاضر شي. د ملي شورا غړو همدا راز ټینګار وکړ چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې بشري حقونه، د بیان ازادي، د مېرمنو حقونه او نورې لاس ته راوړنې له خطرونو سره مخ شي. دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ هم تاکید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې درېږي. دغه اعلامیه داسې مهال صادرېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې وضعیت به کنټرولېږي او ترهګرې ډلې به خپلو موخو ته و نه رسېږي.
































