د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوبي وزیرستان په واڼې عمومي سړک باندې پر پاکستاني پوځیانو چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې درې پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. رسنیو د پاکستاني پولیسو په حواله ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې پوځیان له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې وو او موټر یې پر سړک غاړې ماین وربرابر شو. پولیس وایي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید پړه منلې او ګڼو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































