سټارز انډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې پر ښارونو د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې طالبان هڅه کوي هغو زندانونو ته ځانونه نږدې کړي چې ملګري یې پکې بندیان دي. خپرونه کاږي، دغه ډله غواړي پر ښارونو بریدونو سره ځانونه زندانونو ته نږدې او خپل غړي له بنده راخوشې کړي. د خپرونې په خبره، افغان چارواکو مخکې تر دې د طالبانو د بندیانو له خوشې کولو انکار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته دا بندیان خوشې شي نو د جګړې ډګر به لا تود شي ځکه د دوی په وینا دا ترخه تجربه یې کړې او بیا به ورته تېروتنه ونه کړي. د خپرونې په وینا، که څه هم افغان دولت د زندانونو د امنیت لپاره تدابیر سخت کړي دي خو په خبره یې، وړه تېروتنه هم کولی شي د طالبانو کار اسانه کړي. په پای کې په افغانستان کې خونړیو جګړو ته اشارې شوې او زیاته شوې، هغه جګړه باید هر څه ژر پای ته ورسول شي چې اکثره قربانیان یې ملکيان دي.
































