امریکا او بریتانیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو یې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپرې شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې طالبانو په سپین بولدک کې د غچ اخیستنې په لړ کې په لسګونه ملکي کسان وژلي دي. اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه ټولوژني، جنګي جنایت ګڼل کېږي او طالبان باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او یاده سیمه کې مسوول طالب جنګیالي او قومندانان یې ځواب ویلو ته اړباسي. اعلامیه کاږي، د طالبانو مشرتابه د خپلو جنګي جنایاتو په تړاو مسوول دي او باید ځواب ووايي. دغو سفارتونو ټینګار کړی دی چې که چېرته دغه ډله اوس نه شي کولی، خپل جنګیالي کنټرول کړي، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لري.
































