د امریکا استازو جرګې د ۴۸۴ میلیارده ډالرو لایحه تصویب کړه. دا پیسې به د کرونا وبا له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو ولګول شي. د دې لپاره چې دا لایحه ومنل شي او په قانون بدله شي اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري. ټرمپ مخکې ژمنه کړې چې دا سند به سمدستي لاسلیک کړي. د دې پیسو ۷۵ میلیارده ډالره روغتونونو ته، ۲۵ میلیارده ازموینو ته، ۶۰ میلیارده هم هغو کسانو ته د پورونو لپاره ځانګړې شوې دي چې اقتصادي زیان وراوښتی دی. امریکا کې د کرونا له خپرېدو سره تر ۲۲ میلیونه ډېرو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، نو له دوی سره به هم له دې پیسو مرسته وشي. امریکا کې نږدې اته لکه ۷۰ زره کسان په کرونا وبا اخته دي، نږدې ۵۰ زره د دې ویروس له امله تر اوسه مړه شوي دي او تر ۸۰ زره ډېر هم بېرته جوړ شوي دي.
































