افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو پر کړنو دې سترګې نه پټوي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبانو پر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي چې له دې سره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او بشري خدمات درېدلي دي. نوموړي ویلي ملګري ملتونه دې د طالبانو پر کړنو، سختو جګړو، ملکي مرګ ژوبله او عامه تاسیساتو پر ورانولو سترګې نه پټوي او باید دا هر څه مستند کړي. لاینز هم په دې لیدنه کې دلته روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ټینګار یې کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي. د نوموړې په وینا د طالبانو د جګړو له امله د مرستندویه موسسو فعالیتونه درېدلي او ددوی ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.
































