د سي آی اې پخوانی مشر وایي د امریکا د بې پروایۍ له امله افغانستان له خطرونو سره مخ دی. جنرال ډیویډ پتریوس په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده او ټینګار یې کړی چې امریکایي چارواکو په افغانستان کې بې پروايي کړې ده او د جګړې تر ختمولو مخکې له دغه هېواد وتلي دي. دده په وینا د سولې خبرو پایله نه لرله، طالبانو له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه وې پرې کړې خو امریکا له افغانستان د وتلو اقدام وکړ. هغه وایي د امریکا همدې بې پرواییو افغانستان له ستر خطر سره مخ کړی دی او ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي. نوموړي اوسنی تاوتریخوالی هم بوږنوونکی بللی او تمه یې ښودلې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.
































