د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي طالبان ددې غوښتونکي دي چې د مشرانو نومونه یې له تور لېست و ایستل شي، ازادانه سفرونه وکړي او په نړیواله کچه وپېژندل شي، خو که دوی همداسې تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي او جګړې یې تګلاره وي نو خپلو هیلو ته به و نه رسېږي. دده په خبره د طالبانو له لوري اوسنی روان تاوتریخوالی په هېڅ صورت د منلو نه دی او دغه ډلې ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې خبرې پیل کړي. هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د زور حکومت امریکا او ددوی ملګرو ته د منلو نه دی نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او سیاسي حل باندې تمرکز وکړي.
































