امریکایي ځواکونه هره ورځ په افغانستان کې له یوه تر پنځو هوایي بریدونه کوي. سي ان ان په یوه تازه راپور کې ویلي چې امریکا پر هرات، کندهار او هلمند د طالبانو له بریدونو سره هممهاله خپل هوایي بریدونه هم ډېر کړي دي. سرچینه کاږي چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې امریکا په پرله پسې توګه د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله یې هم ورته اړولې ده. بلخوا د امریکا په هوایي ځواک کې سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي چې امریکا هره ورځ له یوه تر پنځو هوایي بریدونه په افغانستان کې کوي او په خبره یې دوی هوايي ځواک بېرته د طالبانو پر وړاندې د بریدونو لپاره فعال کړی دی. امریکا یاد اقدام داسې مهال کوي چې طالبان تر ډېره د ملکي وګړو په سیمه کې هستوګن دي او هوایي بریدونه یې د ملکي تلفاتو سبب هم کېږي. بلخوا طالبانو بیا جګړې شدیدې کړې دي او د دواړو لورو په جګړو کې تر ټولو ستره ضربه ملکي وګړي ویني.
































