له افغانستان ستانه شوي ځینې امریکایي عسکر په تنفسي او سرطاني ناروغیو اخته دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې یو شمېر عسکر چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی دی له ډول ډول ناروغیو سره مخ دي خو تر ټولو ډېرې معمولې پکې، عصبي، سرطاني او تنفسي ناروغۍ دي. د امریکایي ځواکونو د روغتیايي خدماتو وړاندې کوونکو ویلي چې دغه سرطاني ناروغۍ تر ډېره د وسلو د کارولو، کیمیاوي موادو د استعمال او د امریکایي ځواکونو په هډو کې د اضافي توکو د سېځلو له امله رامنځ ته شوې دي. دوی وایي د تنفسي ستونزو ستر لامل هم په امریکایي اډو کې د هغو څاګانو موجودیت دی چې دوی به پکې کثافات او نور اضافي توکي سېځل. بلخوا د امریکایي ځواکونو د کورنیو غړو ویلي چې امریکايي حکومت د خپلو ناروغو سرتېرو په تداوۍ کې ناغېړي کوي او دوی چې د مرستو غوښتلو لپاره ورځي په دوکه او له حکومت د پیسو په شکولو تورنېږي.
































