ولسمشر غني وایي چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو جګړه فتنه او فساد وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي. ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله اکبر په نعره ساتل شوې ده او په خبره یې، د طالبانو په حق کې څوک دا چیغه نه وهي نو باید پوه شي چې جګړه یې د دین او ملت خلاف ده. د ویلو ده چې تېره شپه په هرات ولایت کې خلک بامونو ته راختلي او په لوړ غږ یې د الله اکبر نعره بدرګه کړې ده.
































