د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات ولایت کې د خلکو له لوري د تکبیر نارې ته غبرګون کې ویلي چې دا چیغې د هېواد له ورانۍ او پردۍ تپل شوې جګړې د خلکو بېزاري څرګندوي او د یادې جګړې پر ضد د ملي پاڅون په مانا دي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی دی چې دا نارې دې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، وژنو، د خلکو د کلیو او کورونو له ورانولو دې لاس واخلي او له خپلو خلکو سره یو ځای دې په خپل هېواد کې په عزت، سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په هېواد کې د روانې جګړې ګټه بهرنیانو ته خو ورانۍ او درد یې افغانانو ته پاتې کېږي.
































