په کابل کې د بهرنیو استازولیو له لوري په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د دې جنګي جنایت عاملین پیدا او مجازات کړي. اعلامیه کاږي، چې طالبان دې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسوولو کسانو د تعقیب او څېړنې چارې ته پوره پاملرنه وکړي. اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي، ځکه چې دا ډله له یوې خوا په قطر کې د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل غواړي او له بلې خوا بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې د توقع خلاف جګړې ته دوام ورکوي. په کابل کې ټولو بهرنیو استازولیو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی او له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو یې غوښتنه کړې چې هر څه ژر اوربند ته غاړه کېږدي او د خبرو مېز ته حاضر شي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې دوی د افغانانو له غوښتنې چې د جګړې پای ته رسېدل دي ملاتړ کوي او دغه راز غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي.
































