د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه له بهرنیو ترهګرو سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې په ملاتړ او مستقیمه همغږۍ لس زره بهرني ترهګر په افغانستان کې په جګړه بوخت دي. اتمر څرګنده کړې چې د طالبانو جنګي جنایتونه د توجیه وړ نه دي او په خبره یې، دغې ډلې په سپین بولدک کې درې سوه ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژلي او دغه راز یې ۳۰۰ بنسټیزې ټولګټې پروژې تخریب کړې دي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د روان تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په هرات کې یې د یوناما پر دفتر د دغې ډلې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو پر شویو ژمنو عمل نه دی کړی او ټینګار یې کړی دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
































