په کابل کې د بهرنیو استازولیو له لوري په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر د تېرې جمعې پر ورځ ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او پر طالبانو یې غږ کړی چې د دغه جنګي جنایت عاملین پیدا او مجازات کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسوولو کسانو د تعقیب او څېړنې چارې ته پوره پاملرنه وکړي. اعلامیه زیاتوي، د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي، ځکه چې دا ډله له یوې خوا په قطر کې د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل غواړي او له بلې خوا بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې د تمې خلاف جګړې ته دوام ورکوي. په کابل کې ټولو بهرنیو استازولیو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی او له ښکېلو لوریو او په ځانګړې توګه له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې هر څه ژر اوربند ته غاړه کېږدي او د خبرو مېز ته حاضر شي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې دوی د افغانانو له غوښتنې چې د جګړې پای ته رسېدل دي، ملاتړ کوي او دغه راز غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي.
له دې سره جوخت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال ۱۸میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. نوموړي دا څرګندونې په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه له بهرنیو ترهګرو سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې د دغې ډلې په ملاتړ او مستقیمه همغږۍ ۱۰زره بهرني ترهګر په افغانستان کې پر جګړې بوخت دي.
اتمر څرګنده کړې چې د طالبانو جنګي جنایتونه د توجیه وړ نه دي او په خبره یې، دغې ډلې په سپین بولدک کې درې سوه ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژلي او دغه راز یې ۳۰۰ بنسټیزې ټولګټې پروژې تخریب کړې دي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د روان تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په هرات کې یې د یوناما پر دفتر د دغې ډلې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو پر شویو ژمنو عمل نه دی کړی او ټینګار یې کړی چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
بلخوا طالبانو بیا په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي استازولیو د دغې اعلامیې او دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
































