د جګړې ښکېل لوري دې په ښکاره توګه د بشري حقونو نقض ودروي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د جګړې شدت ته په کتو ویلي چې طالبان دې د خلکو له کورونو او ملکي ساحو د سپر په توګه کار نه اخلي او ددوی د مرګ ژوبلې سبب دې نه کېږي. هغه همدا راز ویلي چې افغان او بهرني هوايي ځواکونه دې هم د طالبانو د موجودیت په بهانه د ملکي وګړو کورونه نه بمباروي او دا بشري جنایت دې نه ترسره کوي. دده په خبره په لوی لاس د ملکیانو قرباني کول بشر ضد جنایت دی او د جګړې ښکېل لوري باید له دې ناروا ډډه وکړي. حامد کرزي د جګړې پر ښکېلو افغاني لورو غږ کړی چې ځان له نړیوالو دسیسو خبر کړي او په ناخبرۍ کې دې د پردیو د ګټو لپاره خپل افغانان نه وژني او خپل هېواد دې نه ورانوي.
































