افغان حکومت د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی. نوموړي له هندي لوري چې دمګړی د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه شورا ځانګړې غونډه را وبولي او وروستي مسایل پکې مطرح کړي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل، ملکي مرګ ژوبله او د عامه تاسیساتو ورانول هغه مسایل دي چې امنیت شورا باید ورباندې بحث وکړي. هندي لوري هم ویلي چې دوی ددغه غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي او په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي.
































