ترکیې یو وار بیا ویلي چې له امریکا سره د افغان کډوالو د لېږد په پروسه کې هېڅ ډول همکاري نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیان باید له خطر سره د مخ خلکو پر مخ پولې پرانیزي او دا یې هم ویلي وو چې ځینې افغان کډوال کېدای شي ترکیې ته لاړ شي او د امریکايي حکومت له لوري یې د دوسیو تر څېړلو پورې هلته مېشت وي. دې مسئلې د ترکیې غبرګون پارولی او په وینا یې ترکیه همدا اوس هم د کډوالو له اړخه له ناورین سره مخ ده او څلور میلیونه کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي. ترکیې ویلي چې د افغان کډوالو د لېږد او یا ځای پر ځای کولو په برخه کې له امریکا سره هېڅ ډول همکاري نه کوي او په خبره یې دوی به خپلې پولې لا ډېرې کنټرول کړي څو د خلکو د تګ راتګ مخنیوی وکړي. ترکیې تر دې وړاندې هم ویلی وو چې غیر قانوني افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي او پر وړاندې به یې قانوني چلند کېږي.
































