کورنیو چارو وزارت وایي د کابل په شيرپور کې د تېرې شپې برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه برید د ملي دفاع د سرپرست وزیر پر کور شوی و، خو نوموړي او د کورنۍ غړو ته یې په دې برید کې زیان نه دی اوښتی. په پېښه کې لومړی موټربم چاودنه شوې او وروسته وسله والو د بسم الله محمدي پر کور ډزې پیل کړې دي.
کورنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې په پېښه کې څلور نور کسان وژل شوي او شل کسه ټپیان دي. بلخوا د ملي دفاع سرپرست وزیر هم وایي چې په پېښه کې ده او د کورنۍ غړو ته یې زیان نه دی اوښتی.
هغه ټینګار کړی چې په هېڅ صورت به د خپلو خلکو له دفاع لاس په سر نه شي او د شته ګواښونو پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه کوي.
































