د ناټو سازمان ویاندې اوانا لانگسکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او ددغه هېواد د پوځ ملاتړ ته به ادامه روکړي. د نوموړې په خبره ناټو افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي. اوانا ویلي چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او روغتیایي توکي افغان پوځ ته لېږلي دي. ناټو تر دې وړاندې هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي او ترهګرۍ ضد جګړه کې ددوی تر څنګ ولاړ دي.
































