د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې په یو هدفي برید کې دوه پولیس وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر داسې مهال رامنځته شوې چې یو پولیس افسر او یو ساتونکی یې له دندې څخه د خپلو کورونو لور ته روان وو. په دې پېښه کې دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي. تر اوسه پورې د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستاني طالبانو مشر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی دی چې پاکستاني ادارې به ارام ته پرې نه ږدي.
































