له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو د هلمند د لښکرګاه ښار د نیولو لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې هڅه کوي چې یاده ډله شاتګ ته اړباسي. راپورونه وایي چې هلمند کې جګړې سختې شوې دي او یوناما راپور ورکړی دی چې تر پرون ورځې پورې په دغه ولایت کې د جګړو له امله څلوېښت ملکي وګړي وژل شوي او تر سل ډېر نور ټپيان شوي دي. راپور کې دغه راز راغلي چې د یادې جګړې له امله ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او په تر ټولو ناوړه بشري وضعیت کې ژوند کوي. په همدې حال کې اسوشیټډ پریس اژانس د جګړه ځپلو هلمندیانو له قوله ویلي چې جګړو یې ارام اخیستی دی او د بې وزلۍ له امله د ځای بدلولو توان لا نه لري. دوی وایي چې د جنرال سمیع سادات تر پروني خبرداري وروسته یو شمېر کورنۍ نسبتاً امنو سیمو ته تللې دي خو ډېری نورې لا هم بندې پاتې دي. دوی له ښکېلو لوریو د جګړې بندولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته جګړه دوام ومومي نو ستره بشري فاجعه به رامنځته شي.
































