ولسمشر غني وایي چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې (جګړې) ځواب ورکړ. نوموړي نن په ارګ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو جګړه د هیواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ له ځان سره لري او په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. هغه زیاته کړې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره هڅې دوام لري. ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې د هیواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او ګټور استمعال تمرکز کېږي. هغه دغه راز څرګنده کړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي. په ورته وخت کې متقاعدو جنرالانو ویلي چې دوی د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې د هېواد د استقلال ساتلو په موخه هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
































