په ننګرهار ولایت کې هغه کس نیول شوی دی چې خپله پنځه کلنه ورېره یې تښتولې وه. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پنځه کلنه ثنا څلور ورځې وړاندې د جلال اباد له څلورمې ناحیې تښتول شوې وه چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د کابل په بوت خاک سیمه کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې او د تښتونې په تړاو یې تره نیول شوی دی. تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې ورېره یې د پیسو لپاره تښتولې وه او په بدل کې یې له خپل ورور څخه د تښتوونکو له ادرسه دیرش زره امریکايي ډالر غوښتل.
































