امریکا وایي د نړۍ ۶۵ بېوزله هېوادونو ته یې ۱۱۰ میلیونه دوزه د کرونا واکسین ورکړي دي. د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لارې د نړۍ شاوخوا ۶۵ بېوزله هېوادونو ته ۱۱۰ میلیونه ډوزه واکسین ورکړي چې د ۲۰ هېوادونو د مجموعي مرستې په پرتله دا شمېره لوړه ده. هغه زیاته کړې چې د جي اووه هېوادونو هم ژمنه کړې وه چې د نړۍ بېوزله هېوادونو ته به د کرونا ضد واکسین ورکوي خو یوازې امریکا تر اوسه دا ژمنه پوره کړې ده. بایډن دغه راز وایي چې د روانې اونۍ په پای کې به هم ۱۰۰ هېوادونو ته د پنځه سووه میلیونه ډوزه واکسین وېش پیل کړي.
































