ولسمشر غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی نن یې د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د ایران ولسمشر ویلي چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي. هغه دغه راز د افغانانو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتنه هم ټینګار کړی دی. ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به نن د ابراهیم رییسي د لوړې مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستون شي.
































