فایننشل ټایمز ورځپانې په افغانستان کې پر ښارونو او بندرونو د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه ډله د لویو لارو، بندرونو او مهمو ښارونو په نیولو سره هڅه کوي چې ډېرې پیسې تر لاسه کړي او له دې وروسته له اقتصادي اړخه بل هېواد ته لاس اوږد نه کړي. ورځپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې ډېری وګړي له دغې ډلې څخه په تېښته دي او وېره لري چې که دا ډله واک ته ورسېږي نو د دوی ژوند به له ګواښ سره مخ شي. ورځپاڼې د هغې کورنۍ یادونه کړې ده چې په کندهار کې یې طالبانو د کور په شاوخوا کې مورچې نیولې دي او دوی مجبوره شوي دي چې له دغه ولایته ووځي. د ورځپاڼې په خبره، د طالبانو پرمختګونه به د امریکا هغه اصلي سیاسي اهداف وګواښي چې دغه هېواد یې د تر لاسه کولو لپاره په میلیاردونو ډالر ولګول او د دې تر څنګ به افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.
































