د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه په تدریج سره د کمزوري کیدو په حال کې دي او دغه ډله د لویو ښارونو د نیولو لپاره منابع نه لري. د انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د مرستیال الکساندر ویکنتوف، له قوله ویلي، چې طالبان د لویو ښارونو له دې جملې څخه د پلازمېنې کابل د نیولو او ساتلو لپاره لازمې منابع نه لري او د هغوی بریدونه په تدریج سره د کمزوري کیدو په حال کې دي. ویکنتوف د یو شمېر ولسوالیو بېرته نیولو ته په اشارې چې طالبانو تصرف کړې وې زیاته کړې چې د دې ډلې د ولایتونو مرکزونو ته نږدې د دې ډلې فعالیتونه هم د پام وړ دي. هغه ویلي چې روسیه د افغانستان د سولې د مذاکراتو د غښتلي کولو لپاره خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
































