د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور مک کانل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن په تصمیم باندې په تندې نیوکې سره وویل چې په افغانستان کې یوه ستراتیژیکه غمیزه د پېښېدو په حال کې ده. مک کانل د طالبانو تازه پرمختګونو ته په اشارې وویل ښایي د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې طالبان او د القاعدې شبکه بریالي شي، خو د هغه په وینا په جګړه کې د طالبانو بریالي کېدل به امریکا ته د سترو ګواښونو د پیدا کېدو په معنی وي. دغه امریکایي سناتور سنا مجلس ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که طالبان واک ته ورسیږي، امریکایان به خوندي ونه اوسي. مک کانل همداشان وویل چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په هکله د ولسمشر بایډن ژمنه به په حقیقت بدله نشي ځکه د هغه په وینا متحده ایالات به تر زیاتو کلونو پورې د افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو د امنیتي، بشري او اخلاقي بیلګو سره لاس او ګریوان وي.































