د اسراییل دفاع وزیر بني ګانتز وايي چې هېواد یې د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو دی. اسراییل، امریکا او بریتانیا پر ایران په عُمان کې د جولای د ۲۹مه د اسراییلي شرکت پر یوه تېل وړونکې بیړۍ په برید کې د لاس درلودو تور پورې کړی دی. تر اوسه هېڅ هېواد د دغو ادعاوو شواهد نه دي وړاندې کړي. ایران په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي. امریکايي او نورو چارواکو ویلي چې دا برید د ډرون په وسیله شوی دی. په هغه برید کې یو بریتانوی او یو رومانیايي وګړی ووژل شول. اسراییل د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي موافقې د ژغورلو مخالفت کوي.
































