په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې لاره خپله کړي. وېلسن دغه غوښتنه نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تاوتریخوالی او کرکه هېڅکله هم د حکومتوالۍ د دوام یوه بڼه نه وه. وېلسن زیاته کړې چې د دې ډلې له خوا مخکیني سر پرې کول،اوسني بریدونه او هدفي وژنې ددې ښکارندویي کوي چې طالبان یوازې تاوتریخوالی پېژني او له سولې وېره لري. وېلسن وایي، دوی له طالبانو غواړي چې د سولې لار غوره کړي.
































