د حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیل پر خاورې لس توغندي توغولي دي. حزب الله ویلي چې په اسرئیل یې توغندي د هوایي بمبارۍ په غبرګون کې توغولي دي. توغندي سرحد سره نږدې د شیبا په باغونو کې لګیدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. د لبنان په جنوب کې د فرانس پریس د خبري اژانس یو خبریال هم ویلي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي. په همدې حال کې د اسرائیل پوځ وایي د حزب الله لخوا اکثریت وار شوي توغندي یې شنډ کړي خو څو دانې یې په ازاده سیمه کې لګیدلي دي. پوځ همدرانګه ویلي چې په لبنان کې یې هغه سیمه په توپونو ویشتلې چې دغه راکټونه ترې توغول شوي و خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
































