د منځنۍ آسیا د پنځو هیوادونو مشران نن په ترکمنستان کې راټول شوي او د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. د ترکمنستان ولسمشر تر غونډې مخکې وويل چې په افغانستان د تاوتريخوالي ډيرېدو ټول ګاونډيان اندېښمن کړي دي. د ترکمنستان ولسمشر، قربان قلي بردي محمدوف دغه خبرې د ازبکستان پر حکومتي تلویزیون له خپل تاجک سیال امام علي رحمانوف سره کړې دي. هغه وويل چې د افغانستان اوسني وضعیت ټول انديښمن کړي دي. ورته مهال د روسيې د پوځ لوی درستيز، والري ګرازیموف، ویلي چې د منځنۍ اسيا سيمې ته اصلي ګواښ د افغانستان له استقامته متوجه دی.
































