سپینه ماڼۍ وايي، د طالبانو له لوري وروستي اقدامات به له دوی سره د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړي. سپینې ماڼۍ دا خبره وروسته له دې کړې چې طالبانو تېره ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو د مرکز د ريیس دواخان مینه پال د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي یوې خبري غونډې ته ویلي، که طالبان د نړیوال مشروعیت د ادعا غوښتنه لري، دا ډول اقدامات دوی ته هغه مشروعیت نه ورپه برخه کوي چې دوی یې په لټه کې دي. دوی باید دې لارې ته دوام ورنه کړي. نوموړې ویلي طالبان باید د جګړې انرژي د سولې پر پروسې ولګوي.
































