د امريکا د هاريس سروې ارګان د اګست په ۲مه نېټه د يوې سروې پايله خپره کړه چې له مخې يې له جوبايډن څخه د امريکايانو د ملاتړ انډول ۵۲سلنې ته راټيټ شوی دی.
دغه شمېر د تېر جون په پرتله ۱۰ سلنه ټېټوالی ښيي.
ياده سروې د امريکا د هاوارد پوهنتون د سياسي څېړنو مرکز او د هاريس سروې ارګان لخوا په ګډه د تېر جولای له ۲۸مې نه تر ۲۹ مې نېټې پورې ثبت شوې او په دې سروې کې يې د ۱۷۸۸ رايې ورکوونکو نظر اخيستی دی.
































