امریکايي وګړي وایي د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې باید د سعودي عربستان رول افشا کړل شي. په امریکا کې د سپتمبر د پېښې د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ وايي بایډن باید په یاده پېښه کې د سعودي عربستان اصلي رول افشا کړي او هغه معلومات دې له خلکو سره شریک کړي چې د څېړنو په پایله کې لاس ته راغلي دي. د قربانیانو د کورنیو اتلس سووه غړو پر یوه لیک لاسلیک کړی دی او هغه یې ولسمشر بايډن ته لېږلی دی. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یوولسمه پنځلس عرب وګړو چې د القاعده شبکې غړي وو په نیویارک کې په څو برخو بریدونه وکړل، په دې پېښه کې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول چې له دې وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ او د هغه برید او پيل کړې جګړې اور لا هم پر افغان ولس بل دی.
































