د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا یوه لوړپوړي دیپلومات جیفري ډیلارنټس پر طالبانو غږ کړی، چې بریدونه ودروي، سیاسي هوکړه ومني او له ورانیو او وژلو لاس واخلي. جیفري ډیلارنټس ویلي، طالبان دې پوه شي، چې نړیوال په زوره د افغانستان نیول نه مني. په ورته وخت کې د چین مرستیال استازي، دای بینګ هم ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې دې د سیمې له هېوادونو سره پاکې خبرې وشي. هغه زیاته کړې، بهرني ځواکونه باید رامنځته شوې ستونزې همداسې پرېنږدي.
































