د جنوبي کوریا او د امریکا د هوایي او ځمکنیو ځواکونو تر منځ ګډ نظامي تمرینات پیل شوي دي. په پیل شویو تمریناتو کې د جنوبي کوریا اېف ۱۵ او اېف ۱۶ او د امریکا اېف ۱۶ جنګي الوتکې شاملې دي. په راپور کې ویل شوي، چې دا تمرینات د شمالي کوریا د وروستیو توغندویي ازموینو پر وړاندې د دواړو هېوادونو غبرګون او ګواښ بلل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې جنوبي کوریا په روان میلادي کال کې د شمالي کوریا له خوا د پنځو توغندویي ازموینو خبر ورکوي، چې وروستۍ ازموینه یې د اپرېل په ۱۴مه نېټه ترسره شوه. شمالي کوریا د واشنګټن او جنوبي کوریا د دغه عمل پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
































