وروسته تر هغه چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته ورسېد او په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت هم د دغې ډلې لاس ته ولوېد د بریتانیا پارلمان کې د دفاعي کمېټې غړي توبیاس ایلووډ ویلي چې بریتانیا دې خپل ځواکونه بېرته افغانستان ته ولېږي او په دغه هېواد کې دې د بهرنیو ځواکونو مشري پر غاړه واخلي. د سکای نیوز د راپور له مخې، هغه د خپل هېواد پر مشرانو غږ کړی دی چې طالبانو په دې وروستیو کې پرمختګ کړی دی، تاوتریخوالی یې خپل اوج ته رسولی دی او له افغانانو سره یې پر هیڅ ظلم صرفه نه ده کړې. توبیاس وایي، چې بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونو په افغانستان کې پانګونه کړې ده او بریتانیا دې اجازه نه ورکوي چې د طالبانو په واکمنېدو سره دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي.
































