د پېښور په چارسده کې د پښتنو سیاستوالو له لوري په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره توندې نیوکې شوې دي او زیاته شوې چې له پاکستانه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او پاکستان یې مخنیوی نه کوي. دغې جرګې ته د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید ددغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. هغه زیاته کړې، چې اوسمهال له پاکستان نه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د جهاد لپاره استول کېږي او هلته یې اور بل کړی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې په دې ورځو کې د کرښې له دې غاړې د وسله والو جسدونه وروړل کېږي او هلته یې د پاکستان په ملي بیرغ کې نغاړي او ښه په درناوي خاورو ته سپارل کېږي. هغه ویلي چې افغان ځواکونو ته په سپین بولدک کې د پاکستاني ادارو له لوري ګواښونه هم شوي دي.
































