د بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي. ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې برید کې شاوخوا سل کسه طالبان وژل شوي دي. بلخوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف هم تایید کړې چې یادو الوتکو تېره شپه وقفه يي هوايي بریدونه کړي دي او هغه طالبان یې په نښه کړي چې پر شبرغان یې بریدونه کړي دي. د نوموړې په خبره طالبان په تيپ لېوا کې د وسلو او مهماتو د راټولولو په حال کې وو چې د هوایي برید ښکار شول او شاوخوا سل کسه ووژل شول. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند هم تایید کړې چې دوی هوایي بریدونه پيل کړي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
































