پاکستان وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري. هغه وایي په دې غونډه کې پر دوی د ترهګرو د روزونکي هېواد تور لګول شوی چې بېځایه دی. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي. ددوی په خبره پاکستان باید له سولې سره رښتینې همکاري وکړي او د جګړو له ملاتړ دې لاس په سر شي.
































