سعودي عربستان اعلان کړی دی چې سر له نن د عمرې لپاره د بهرنیو وګړو غوښتنې مني او دوی کولی شي د عمرې مراسمو لپاره نوملیکنه وکړي. د سعودي عربستان د حج او اوقافو ادارې ویلي چې له شاوخوا اتلسو میاشتو ځنډ وروسته یې دا پرېکړه کړې ده او سر له نن یکشنبې د نړۍ مسلمانان کولی شي غوښتنلیکونه وسپاري او په دې مراسمو کې ګډون وکړي. سعودي عربستان وايي چې په یوه میاشت کې د دوو میلیونه زیارت کوونکو د منلو ظرفیت لري. د کرونا وبا د پراختیا له امله له شاوخوا اتلسو میاشتو راهیسې د عمرې مراسم ځنډول شوي وو، خو د ځینو هېوادونو وګړو د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره دغه مراسمو کې ګډون کولی شوای. د سعودي عربستان حکومت وایي چې عمرې ته ورتلونکي کسان باید له ځان سره د واکسین اسناد ولري او دا باید ثابته شي چې دوی د کرونا ضد واکسین اخیستی دی.
































