په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی غندلی دی. د یاد سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نیمروز پر زرنج، د جوزجان پر شبرغان او د هلمند پر لښکرګاه د طالبانو وروستي بریدونه ښیي چې دغه ډله هڅه کوي په زور پر خلکو حکومت وکړي او دا چاره په هیڅ د منلو نه ده. خبرپاڼه کاږي، د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی ښیي چې د دغې ډلې عمل له خبرو سره په ټکر کې ده، ځکه دا ډله له یوې خوا د سیاسي تفاهم له لارې د افغان مسئلې د حل خبره کوي او بلخوا یې بریدونو ته زور ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې، طالبان د ملکي وګړو د ازادۍ او بشري حقونو پر وړاندې بې پروایي کوي او دا چاره به په افغانستان کې بشري ناورین ته لار اواره کړي.
































