روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۲۸ تنه مړه شوي او ۵۳۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۵۰ زره او ۷۷۸ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۹۳۶ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت وایي چې که څه هم په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ځوړ دي خو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د دغه ویروس پراختیا مخنیوي کې خپله ونډه ادا کړي.
































