د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې اقدام کولی شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې بايډن د طالبانو پر وړاندې د اقدام پلوی دی. د نوموړې په وینا بایډن وایي چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې د اقدام لپاره هر ډول امکانات په لاس کې لري او اوس ددې وخت دی چې ددغه ډلې پر وړاندې ګام اوچت کړي. خو له دې سره سره سپینې ماڼۍ ویلي چې په افغانستان کې ښکېل لوري پر جګړې د تمرکز پر ځای باید پر سوله او مذاکراتو تمرکز وکړي. سرچینه وایي افغان جګړه د خبرو له لارې ختمېږي او که طالبان غواړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي نو ښه به وي چې له جګړو لاس په سر شي، تاوتریخوالی ودروي او مذاکراتو ته راوګرځي.
































