ښايي امریکا تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې هوایي بریدونو ته ادامه ورکړي. نیویارک پوسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا جنګي الوتکې په عرب سمندرګي کې له ولاړې نظامي بېړۍ او په قطر کې د امریکا له سترې نظامي اډې پروازونه کوي او په افغانستان کې هوایي بریدونه ترسره کوي. سرچینه وایي امریکا په دې باور ده چې په دې توګه د طالبانو د پرمختګ مخه نیولی شي. بلخوا ځینو امریکايي سرچینو دغه نشریې ته ویلي چې په اګسټ کې د ټولو امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته هم د امریکا هوایي بریدونه ادامه کوي. د سرچینې په خبره ښایي د امریکا هوایي بریدونه تر اوږدې مودې ادامه ولري، ځکه طالبان د پرمختګ په لټه کې دي او پر جګړو ټینګار کوي، نو دوی یې باید مخنیوی وکړي. بلخوا امنیتي کارپوهان بیا په دې باور دي چې د امریکا هوایي بریدونه به په ښارونو کې ناورین رامنځ ته کړي او د افغانانو د قتل عام سبب به شي.
































