که پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي ښایي له بندیزونو او انزوا سره مخ شي. یوه پاکستاني سناتور مصطفی نواز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي. دده په وینا پاکستان ته په کار ده چې خپله تګلاره بدله کړي او له طالبانو د ملاتړ پر ځای د سولې له خبرو سره همکاري وکړي. هغه ویلي پاکستان دمګړی د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو کې منزوي شوی او که وضعیت همداسې دوام کوي ښایي له بندیزونو او انزوا سره مخ شي. مصطفی نواز په دې باور دی چې که پاکستان له افغان سولې سره د رښتینې همکارۍ نیت وکړي او مرسته به یې بې ګټې نه وي، خو دا چې د ترهګرو ملاتړ کوي پاکستان به سخت زیانمن کړي.
































