ډیپلوماټ خپرونې د افغان جګړې او سولې په اړه د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې ځینې ناسمو باورونو د افغانستان اوسنی بحران وزېږاوه. مقاله کاږي، هغه خیالي باورونه او افسانې چې د سولې خبرې یې غرقې کړې دا دي، لومړی داسې فکر کېده چې طالبان هم ګواکي غواړي مذاکرات وکړي. بله دا چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په داسې سترګه وکتل شول چې ګوندې دغې ډلې د خبرو پر مېز د امتیاز تر لاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړی دی. درېیم ناسم باور دا و چې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې وبلل شوې او دا باورونه وروسته تر هغه له منځه لاړل چې طالبانو له میاشتو وروسته جګړې پیل کړې او پخپله یې ثابته کړه چې دوی له خپلو اهدافو په شا کېدونکي نه دي. بله موضوع دا چې امریکا فکر نه کاوه چې طالبان دې خبرې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره کاروي او موخه یې د افغان بحران پای ته رسول نه دي خو د لیکوال په باور پر طالبانو شوي باورونه ټول برعکس شول. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي چې پر طالبانو ناسمو باورونو د سولې خبرې غرقې کړې او بلاخره اوسنی بحران یې وزېږاوه.
































